رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، هغه بهرني محصلین چې د زده کړو په موخه امریکا ته ورځي باید د دې هېواد له وګړو، دولت، فرهنګ او نورو ټولو اصولو سره بلد وي او پوره احترام ورته ولري.
د راپور له مخې د زده کوونکو دا تازه فرمان پرون د جون ۱۸مه صادر شوی دی. د ولسمشر ټرمپ ادارې تردې وړاندې د مې میاشتې په ۲۷مه د ټولو بهرنیو زده کوونکو تحصیلي بورسیې درولې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي، “په تازه فرمان کې د بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې هم پلټل کیږي څو د امریکا د ګټو خلاف څه په کې خپاره شوي نه وي.
د ټرمپ د ادارې منتقدین بیا دا فرمان د بشري حقونو او انساني ازادیو خلاف کار بللی دی.