Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

متقي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي .
۱۲ جدی ۱۴۰۳

متقي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي .

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر، اسعد الشیباني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست وزیر په دغو خبرو کې، هغوی ته د بریا مبارکي ورکړې او د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ دریځونه یې ستایلي او هیله یې څرگنده کړې چې سرپرست حکومت او سوریه وکولی شي منظمې ډيپلوماټيکې اړیکې رامنځ ته کړي.

تکل زیاته کړې، د سوریې بهرنیو چارو وزیر هم هيله مندي ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لورو پلاوي ليده کاته ولري.

مطالب

سوریه
افغانستان
اړیکی

دا خبر نورو سره شریک کړئ