Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملا برادر د ایکو سازمان سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

ملا برادر د ایکو سازمان سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ.

اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ لوړپوړی امارتي پلاوی نن له غرمې مخکې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه د اذربایجان په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې ملا عبدالغني برادر به د دغه سفر پر مهال د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا ترڅنګ د اذربایجان له یو شمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه هم ناستې ولري.

دغه راز، د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

مطالب

ملا برادر د ایکو سازمان سرمشریزه کې
د ګډون په موخه اذربایجان ته ولاړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ