Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د شمال‌زون يوه ډله ځوانانو د يووالي په موخه پکتیا ته سفر کړی.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

د شمال‌زون يوه ډله ځوانانو د يووالي په موخه پکتیا ته سفر کړی.

د شمال زون«سمنګان، جوزجان،بلخ، فارياب،سرپل» ولايتونو يوه ډله ځوانانو د سوېل‌ختيځ زون مرکز پکتيا ته د ځوانانو ترمنځ د يووالي د رامنځته‌کېدو په موخه سفر کړی دی.

د پکتيا ولايتي مسوولانو په مرکز ګردېز کې په يوه جوړه شوې غونډه کې وويل چې پکتيا ته د شمال‌زون د ځوانانو سفر به وکولی شي چې په تېرو کلونو کې رامينځته شوې کرکه له‌منځه لاړه شي.

د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر سيف‌الرحمن وويل چې افغانان يو ولس دی او د ځوانانو ترمنځ دا ډول ناستې د يووالي لپاره خورا مهمې دي.

په ياده غونډه کې د پکتيا علماوو شورا رییس صالح محمدفقير وويل چې افغانان يو ملت او ولس و، خو په تېرو کلونو کې د بهرنيانو دسيسو په خپلو منځو کې په جنګ سره اچولي دي.

هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو دسيسو ته دې نه‌ووايي او په دا ډول ناستې او سفرونه نړيوالو ته پيغام ورکوي چې افغانان يو ملت دی.

د شمال‌زون راغلو يوشمېر ځوانانو هم وويل چې دا ډول سفرونه به ځوانانو ترمينځ راکمې او د يو بل له فرهنګونو او دودونو به خبرولو کې مرسته وکړي.

د سمنګان اوسيدونکي سيدمحمد ميثاق وويل چې ياد سفر به د ځوانانو ترمنځ د ورولي فضا رامنځته کړي.

هغه دغه راز زياته کړه چې اوس د ځوانانو ترمينځ يووالی رامنځته شوی، خو بهرنيان نه غواړي چې د افغان ځوانانو ترمنيځ یووالی پياوړی شي.

مطالب

د شمال‌زون يوه ډله ځوانانو
د يووالي په موخه پکتیا ته سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ