Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په نږدې۲۱ میلیونه افغانیو د سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
۲۴ سرطان ۱۴۰۴

خوست کې په نږدې۲۱ میلیونه افغانیو د سړک جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست ښاروالي رياست مسوولان وايي چې د ښاروالي له پراختیايي بودیجې څخه شپږمه ناحیه کې د يوه سړک د جوړېدو چارې شوې دي.

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد نن سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه، د ياد سړک چارو پيل مراسمو کې وويل چې دغه سړک به شیخ زاید پوهنتون، کرېکټ لوبغالی، اداري کمپلېکس او ملکي روغتون سره ونښلوي او ښاریانو ته به د تګ‌راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په وینا، ياد سړک د ۱۱۴۰متره په اوږدوالي جوړيږي چې ۲ پل‌چکونه، دواړو خواوو ته ۱۵۴۰ متره لښتي او یو ګلدان به ولري. د سړک جوړولو دغه پروژه به په شپږ میاشتو کې ترمنظم نظارت لاندې بشپړه شي.

د خوست يوشمېر اوسېدونکي هم د سړک چارو پيل ته خوښ دي. دوی د ښاروالي څخه غوښتنه وکړه چې د سړک جوړېدو پرمهال دې د چارو کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مطالب

خوست کې په نږدې۲۱ میلیونه افغانیو
د سړک جوړېدو چارې پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ