Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ګرینلنډ سره لوبه لري.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ګرینلنډ سره لوبه لري.

د برازیل څلور اړخیزو سیالیو درېیم مقام پر سر افغان فوټسال ملي لوبډله نن د ګرینلینډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. یاده لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین درې بجې په برازیل کې ترسره کېږي. د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ د فوټسال لوبډلو په ګډون د برازیل په کوربه‌توب د روانې کب میاشتې په ۱۳مه پيل شوې چې ټاکل شوې نن پای ته ورسېږي. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې چې په لومړۍ لوبه کې یې ګرینلنډ ته ماتې ورکړې، دویمه لوبه یې برازیل ته وبایله او درېیمه لوبه کې بیا تېره شپه ایران ماتې ورکړه.

مطالب

د افغانستان فوټسال
لوبډله نن
له ګرینلنډ سره لوبه لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ