Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روغتیا سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې.
۳۰ ثور ۱۴۰۴

روغتیا سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د شته ستونزو ترڅنګ، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پر دوام اندېښنه ښودلې. 

دغه سازمان ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره یو ځای د افغان کډوالو لپاره په تورخم کې د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ادامه ورکوي خو له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د راستنېدو دا دوام د افغانستان شته روغتیايي ستونزې لا پسې جدې کوي. 

روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې، افغانستان دا مهال له یو لړ جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی؛ لکه د خلکو پراخ بې‌ځایه کېدل، وچکالي، د خوړو نه‌خونديتوب او د ساري ناروغیو خپرېدل. 

د دغه سازمان د موندنو پر بنسټ، یوازې په اپریل میاشت کې له پاکستانه تر سلو زرو زیات افغانان اړ شوي چې بېرته افغانستان ته راستانه شي.

مطالب

روغتیا سازمان له پاکستانه
د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودل

دا خبر نورو سره شریک کړئ