د لوګر ازره کې شاوخوا۲۰۰ زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې.
د لوګر پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې د یوه ځایي خیریه بنسټ په مرسته شاوخوا ۲۰۰ یتیمو او بیوزلو زده کوونکو ته د ژمي وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب د مرغومي په ۱۹مه زینت راډیو ته وویل چې یاد ښوونیز مرکز د ځینو ښوونځیو یتیمو او بېوزله زده کوونکو ته د روان ژمي په رخصتیو کې د درسونو ویلو او سویې لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړه یاد دری میاشتنی ښونیز مرکز د دیني عالمانو ، قومي مشرانو او زده کوونکو کورنیو په هلو ځلو جوړ شوی دی، چې لګښت یې د یو ځایي خیریه بنسټ له لورې ورکول کېږي.
د مسؤلینو په وینا دغه ښونیز مرکز کې زده کوونکو ته د دیني کتابونو ترڅنګ د ښوونیز نصاب او د کانکور چمتوالي اړوند کتابونه هم تدرسیږي.