Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له هرات ښار د خښتو بټۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته لېږدول کېږي.
۱۴ دلو ۱۴۰۳

له هرات ښار د خښتو بټۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د هرات ښار خښتو بټیو مالکانو ته یې، خبر ورکړی چې خپلې بټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، د خښتو بټیو مالکان لس ورځې وخت لري، څو له ښارڅخه د خښتوبټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.

د چاپېریال ساتنې ریاست رییس عبدالعلي متقي وايي چې د یاد ولایت انجیل او ګذره ولسوالیو کې هم د ۸۵ خښتوبټیو فعالیت درول شوی.

د نوموړي په وینا، د خښتو دغه بټۍ، به د زنده‌جان ولسوالي سوېل‌لوېدیځ او د اوبه ولسوالي، ښوونکو ښارګوټي ته څېرمه، سعادت ښارګوټي، د هوايي ډګر ختیځ او د ولسوالي شمالي سرک شاوخوا سیمو ته ولېږدول شي.

د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه، د هرات‌ښار او ورڅېرمه سیمو کې د هوا ککړتیا مخنیوي او هوا پاکوالو په موخه کړې.

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې د خښتو ۱۱۵ بټۍ فعالې دي.

مطالب

له هرات ښار
د خښتو بټۍ
د دغه ولایت ولسوالیو ته
لېږدول کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ