Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د شمالي‌کوریا مشر د «ټانک جوړولو» له کارخونې لیدنه کړې.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

د شمالي‌کوریا مشر د «ټانک جوړولو» له کارخونې لیدنه کړې.



د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون د یاد هېواد د «ټانک جوړولو» له یوې کارخونې لیدنه کړې او د کوریايي ټانکونو د جوړولو برخه کې یې، د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د شمالي‌کوریا دولتي خبري رسنۍ «KCNA» خبر ورکړی چې کېم جونګ اون دې کارخونه کې پوځ ته د وینا پرمهال ویلي چې پر پرمختللو ټانکونو سمبا پوځ د دوی لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې: « د پرمختللو ټانکونو او زغره‌والو موټرو تولید د اردو عصري کولو او د زغره‌والو ځواکونو د دویم انقلاب لپاره د واکمن ګوند پلان ته د رسېدو لپاره کلیدي موضوع او لومړیتوب دی.»

د شمالي‌کوریا مشر داسې مهال د ټانک جوړولو له یوې کارخونې لیدنه کوي چې دغه هېواد د خپل پوځ د عصري کولو په لټه کې دی.

کېم جونګ اون څو ورځو وړاندې د جنګي بېړنۍ، د ډرون الوتکو او نورو وسلو د ازموینې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.

امریکا او سوېلي‌کوریا وايي، شمالي‌کوریا د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره د خپلو سرتېرو د لېږد په بدل کې له روسیې پوځي او تخنیکي مرستې ترلاسه کوي، خو تراوسه یې، په دې اړه اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

مطالب

د شمالي‌کوریا مشر
د «ټانک جوړولو»
له کارخونې لیدنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ