Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې د دوو ورځو پرمهال تر خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه موندل شوي.
۴ دلو ۱۴۰۳

غزه کې د دوو ورځو پرمهال تر خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه موندل شوي.

غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي چې د تېرو دوو ورځو پرمهال په بېلابېلو سیمو کې د ویجاړو شویو ودانیو تر ډبرو او خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه رااېستل شوي دي.

له اوربند سره هم‌مهاله اټکل شوی چې شاوخوا ۱۰زره جسدونه به د غزې تر ویجاړو لاندې وي.

د غزې ملکي دفاع ادارې کارکوونکي دا مهال تر ویجاړیو لاندې د پاتیو جسدونه د رااېستلو په حال کې دي.

بل‌خوا تازه په لوېدیځه غاړه کې د نښتو پرمهال د اسراییلو په بریدونو کې لس فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دې نښتو کې یوشمېر کسان ټپیان شوي هم دي.

په ورته مهال د ملګروملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې تر دې مهاله غزې ته له مرستو بار ۹۰۰ لارۍ لېږدول شوي او تمه ده چې نورې هم ولېږدول شي.

پر غزې د اسراییلو د څه باندې ۱۵۰۰ میاشتو بریدونو او کلابندۍ په ترڅ کې څه باندې ۴۷زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې موده کې څه باندې ۱۱۰زره نور کسان بیا ټپیان شوي او میلیونونه نور بیا له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

مطالب

غزه

دا خبر نورو سره شریک کړئ