د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۳ زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې موده کې ۹۴۲ نویو، ۷۶۲ مثنی او ۱۰۱۵ اصلاحي خدمتونه وړاندې شوې دي.
دغه راز، په همدې موده کې په کابل ښار کې ۷۸۷ کسانو ته نوې پېژندپاڼې، ۹۸۷ کسانو ته مثنی او ۱۰ زره او ۶۶۲ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوې دي.