Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خوست شیخ‌ زاید پوهنتون مسوولان وايي چې دغه پوهنتون کې د دوو پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست شيخ زايد پوهنتون څخه رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو سرپرست مولوي ندامحمد ندیم له لوري د خوست شيخ زايد پوهنتون کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې پوهنتون ته د وارداتي برښنا مزي غځول او د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض د ۱۰،۷ میلیونه افغانيو په مالي لګښت جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې همداراز زیاتوي چې د يادو پروژو چارې څه موده وړاندې شیخ زايد پوهنتون کې پیل شوې وې او د جوړېدو لګښت یې لوړو زده‌کړو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

مطالب

د خوست شيخ زاید
پوهنتون کې دوه پروژې
ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ