Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي.
۴ جوزا ۱۴۰۴

پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو ۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي.

د راپورونو له مخې د پاکستان په پنجاب کې د سختو بادونو او طوفانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي. 

جيونیوز د پنجاب د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادراې د ویاند له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې زياته مرګژوبله د زوړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

 راپور زیاتوي، چې په راولپنډۍ، شيخوپوره، سیالکوټ، ننکانه صاحب او میانوالي کې يو یو کس او په جهلم کې درې تنه مړه شوي دي. یادې ادارې زياته کړې، چې د اغېزمنو کورنيو سره به بېړنۍ مرستې وشي.

 جيونيوز د پېښې د ژغورنې د چارواکو له قوله ويلي، چې په لاهور کې هم لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

مطالب

پاکستان؛ پنجاب کې طوفانونو
۸ تنه وژلي او شاوخوا ۵۰ نور يې ټپيان کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ