د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د لوی پامیر په سخت ګذر سیمه کې د ۱۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي.
د مسوولیو په خبره یاد سړک د دفاع وزارت د مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر په لارښوونه، له ګازخان څخه تر پامیر کلینیک پورې ۱۲۰ کیلومتر اوږدوالی او ۶ متره سور لري، چې د انجنیري د فوق العاده لوا مدیریت له لوري به د جغلاندازۍ په ډول په اساسي توګه جوړ شي.
د دې سړک په بشپړېدو سره به د پامیر میشتو قرغیز اوسېدونکو شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.