ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله په خپاره کړي راپور کې ویلي چې مسکو له افغانستان سره په امنیتي برخه کې ډېره ښه همغږي لري.
راپور کې راغلي روسیې له سرپرست حکومت سره په بېلابېلو برخو کې امنیتي همغږي ډېره کړې ده. کابلوف زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونه په کابل کې د روسیې سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه لري.
د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې مسکو له افغان حکومت سره د د داعش پر وړاندې مبارزې کې همکاري کوي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې واشنګټن دې د افغانستان ۱۰ میلیارده کنګل شوي ډالر ازاد کړي.