Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګی کې ترافیکي پیښې له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

لوګی کې ترافیکي پیښې له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ مسولین وایي چې په یوې ترافیکي پېښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس زینت راډیو ته وویل چې یاده پیښه پرون د لوګر مرکز اړوند کمبزه سیمه کې د یو عراده سراچه او پاسو ډوله موټرو ټکر له امله رامنځته شوې ده، چې پکې د يوې زنانه او یو ماشوم په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه چې ټپیان د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د یادولو وړ ده چې لوګر کې ډيری وخت ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د نه پاملرنې له امله رامنځته کیږي.

مطالب

لوګی کې ترافیکي
پیښې له امله
۱۰ تنه ټپیان شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ