Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مکرون: اروپايي شرکتونه دې امریکا کې پانګونې بندې کړي.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

مکرون: اروپايي شرکتونه دې امریکا کې پانګونې بندې کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ډونالډ ټرمپ د سختو تعرفو په غبرګون کې له اروپایي شرکتونو غوښتي، چې په امریکا کې خپلې پلان شوې پانګونې وځنډوي. 
مکرون د ټرمپ اداره د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره زیانمنه وبلله او د امریکا تعرفې یې «ظالمانه او بې‌ بنسټه» یادې کړې. مکرون دا څرګندونې پرون د فرانسوي صنعت استازو ته د وینا پر مهال وکړې. مکرون خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ تعرفو ته باید قوي غبرګون وښودل شي.
 هغه وړاندیز کړی چې اروپا باید د امریکا د اقتصاد پر وړاندې د فشار ضد میکانیزم وکاروي. مکرون وویل چې د اروپایي ټولنې راتلونکی ځواب به د پخوا پرتله لا ډېر زورور وي.

مطالب

مکرون: اروپايي شرکتونه
دې امریکا کې پانګونې بندې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ