Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان دفاع وزیر: له هند سره هر ډول مقابلې ته چمتو یو.
۵ ثور ۱۴۰۴

د پاکستان دفاع وزیر: له هند سره هر ډول مقابلې ته چمتو یو.

د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري.

 نوموړي په ټینګار سره ویلي، که زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي.

 د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ،د یوه خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې له هند سره د هر ډول مقابلې لپاره چمتو دي. 

نوموړي وویل، چې که د پاکستان په ښارونو کې پاکستاني وګړي په نښه شي، نو پاکستان به هم په ورته ډول ځواب ووايي. 

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، هیڅ ډول نړیوال فشار ته نه تسلمیږي. 

د هند او پاکستان ترمنځ دغه تازه ناندرۍ د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته راولاړې شوې دي.

مطالب

د پاکستان دفاع وزیر
له هند سره هر ډول
مقابلې ته چمتو یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ