Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې لوږې په یوه ورځ ۱۵ کسان مړه کړي.
۱ اسد ۱۴۰۴

غزه کې لوږې په یوه ورځ ۱۵ کسان مړه کړي.



غزه کې د لوږې له امله تازه ۱۵ کسان مړه شوي چې د اسراییلو له جګړې راهیسې هلته د لوږې او قحطۍ له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۱ ته ورسېد.

یوشمېر رسنیو نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) راپور ورکړی چې د لوږې له امله دغو مړو شویو ۱۵ فلسطینیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

د غزې روغتیايي چارواکو تېره ورځ سه‌شنبه داسې مهال د دغو کسانو د مړو کېدو اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو پر غزې بمبار او بریدونو ته دوام ورکړی.

د اسراییلي ځواکونو وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان غزه کې وضعیت مرګونی او وحشتناکه بللی او هرڅه ژر یې د اوربند د ټینګښت او د اسراییل له لوري د غزې د محاصرې پایته رسولو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې اسلامي امارت دوه ورځې وړاندې له ټولو مسلمانو هېوادونو او نورو لوریو وغوښتل چې هرڅه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسیدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی پایته ورسوي.

مطالب

غزه کې لوږې
په یوه ورځ ۱۵ کسان مړه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ