Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند د افغانستان په بیارغونه کې د قزاقستان پر فعاله ګډون ټینګار کړی.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

هند د افغانستان په بیارغونه کې د قزاقستان پر فعاله ګډون ټینګار کړی.

هند د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې د قزاقستان د فعال ګډون پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د هند د نړۍوالو مطالعاتو د موسسې رييس د قزاقستان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز له لوري په جوړه شوې غونډه کې دغه راز د افغان- ټرانس پروژې او د چابهار بندر د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د ګډون پر اړتیاو هم ټینګار کړی دی. ورته مهال اقتصاد وزارت هم د افغانستان، هند او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند ویلي، د افغان- ټرانس پروژې بشپړېدل او د چابهار بندر پراختیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم بولي.

مطالب

هند د افغانستان
په بیارغونه کې د قزاقستان
پر فعاله ګډون ټینګار کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ