Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چمپینز ټرافي؛ نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ترسره کیږي.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

چمپینز ټرافي؛ نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پایلوبه د هند او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پیل شي. د اتلانو جام سیالۍ چې افغان لوبډلې هم په لومړي ځل پکې ګډون کړی و، د پاکستان په کوربتوب، چې د هند لوبې په دوبۍ کې ترسره کېدلې اوس تر پایلوبې را رسېدلې دي. د دې جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند اسټرالیا ته ماتې ورکړه او په دویمه نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ جنوبي افریقا ته ماتې وکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

مطالب

چمپینز ټرافي
د هند او نیوزیلنډ ترمنځ
پایلوبه ترسره کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ