Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سرې میاشتې عمومي رییس د قطر سرې میاشتې له مسوول سره کتلي.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

د سرې میاشتې عمومي رییس د قطر سرې میاشتې له مسوول سره کتلي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د قطر د سرې میاشتې له مسول حسین احمد بوتاني سره لیدنه کړې. 

سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او هغوی سره د مرستو په ترسره کولو خبرې شوې دي. 

شيخ شهاب الدین دلاور د قطر د سرې میاشتې د مسول په راتګ خوښي ښودلې او له افغاني سرې میاشتې سره د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي برخه کې یې د دوی د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ مننه کړې. 

هغه دغه راز دلاور په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې له مسول څخه غوښتنه کړې، څو له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته خپلو سیمو ته د لېږد په موخه د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کولو، روغتیایي خدماتو او خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي.

مطالب

د سرې میاشتې عمومي رییس
د قطر سرې میاشتې
له مسوول سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ