Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سراج‌الدین حقاني پاکستان او چین سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

سراج‌الدین حقاني پاکستان او چین سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.



د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي.

د کورنیو چارو وزارت نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې یاده ناسته د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي  همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوه.

سراج‌الدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي، د اسلامي امارت له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.

د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لاپیاوړتیا ژمنه وکړه.

همدا ډول یې هوکړه کړې چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه کابل کې ترسره شي.

مطالب

سراج‌الدین حقاني پاکستان او چین سره
د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ