Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قزاقستان افغانستان ته په اوړو او غلو دانو ۴۰ سلنه تعرفې کمې کړې.
۱۱ حمل ۱۴۰۴

قزاقستان افغانستان ته په اوړو او غلو دانو ۴۰ سلنه تعرفې کمې کړې.

د راپورونو له مخې د قزاقستان اورګاډي ملي شرکت افغانستان ته د قزاقي اوړو او غلو دانو د ترانزیټ تعرفې ۴۰ سلنه کمې کړې دي. د قزاقستان تمیر ژولي شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د بار وړلو حجم د زیاتولو لپاره ازبکستان پرېکړه کړې چې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو پر ترانزیت تعرفې کمې کړي. د یاد مسوولین وایي، دا کموالی به ۴۰ سلنه وي. د محصولاتو لېږد به له اوایسز سرحدي لارې غلبه تمځای ته ترسره کیږي. دا پرېکړه د قزاقستان د اورګاډو ملي شرکت او د ازبکستان د اورګاډو ادارې ترمنځ په الماتا کې د مذاکراتو په پایله کې شوې ده. په دې ناسته کې دواړو غاړو یادونه کړې چې د سریاغاش سرحدي لارې ظرفیت د ۵۰سلنه زیاتوالي له امله د بار وړونکو او سوداګرو غوښتنې په بشپړ ډول پوره کېدای شي.

مطالب

قزاقستان افغانستان
ته په اوړو او غلو دانو
۴۰ سلنه تعرفې کمې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ