Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز ولګېد.
۱۵ ثور ۱۴۰۴

پنجشېر کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر په خپرولو بندیز ولګېد.



د پنجشېر ځايي مسوولانو وویل، د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر قانون او د اسلامي امارت د مشر وروستي فرمان پر اساس، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون نن دوشنبه د یوې غونډې پرمهال څرګنده کړه چې د دغه ولایت والي محمد اغا حکیم ټولنه کې له منکراتو سره په مقابلې او امربالمعروف سره په همکارۍ ټینګار کوي.

هغه وايي، چې د پنجشېر والي تر دې وروسته دغه ولایت کې د اسلامي شریعت خلاف موضوع او د ژوندیو موجوداتو د عکسونو اخیستل او خپرول منع کړي دي.

هغه خبرداری ورکړ چې له دغه قانون څخه سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

نوموړي زیاته کړه چې د پنجشېر ټولو ولسوالیو کې به د امربالمعروف کمیټې رامنځ ته شي، ترڅو کارکوونکي لومړی پر خپل ځان د امربالمعروف قانون تطبیق کړي.

مطالب

پنجشېر کې د ژوندیو موجوداتو
د تصویر په خپرولو بندیز ولګېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ