لوګر کې په لومړي ځل د "سي ټي سکن" ماشین فعاله شو.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې په لومړي ځل، د صدوخان حکیمي خصوصي روغتون له لوري د سي ټي سکن (CT-Scan) ماشین فعاله شو.
د یاد ماشین د پرانیستې په پار جوړه شوې غونډه کې، روغتیایي مسؤلینو، ډاکټرانو او یو شمېر ځایي چارواکو برخه اخیستې وه.
د الحاج صدوخان حکیمي خصوصي روغتون مسؤل ډاکټر حبیب الله فیاض وویل، د سي ټي سکن (CT-Scan) ماشین په فعالېدو 105000 یولک او پنځه زره امریکایي ډالره لګښت راغلی او زیاتوي، چې د یادې اړینې روغتیایي وسیلې پر مټ به وکولای شي، د تومورونو، عصابي، هډوکو او د یوشمېر نورو روغتیایي ستونزو تشخیص چې وړاندې یې په دې ولایت کې اسانتیا شتون نه درلود سرته ورسوي.
ورته مهال د لوګر ځایي مسوولینو او ډاکټرانو د یاد ماشین په فعالېدو خوښي څرګنده کړه، دوی وویل:
" داچې وړاندې تردې یاد ماشین په لوګر کې ولایت شتون نه درلود، ناروغ لرونکي اړوو چې د سي ټي سکن (CT-Scan) معایناتو د ترسره کولو په موخه کابل یاهم نورو ګاونډیو ولایتونو ته یې سفر کړی وای، اوس چې یاد ماشین په لوګر کې فعاله شوی د یوې سترې تشې د ډکېدو ترڅنګ خلکو ته یې ګټه رسیدی شي."
په لوګر کې د صدوخان حکیمي خصوصي روغتون مسوولین وایي، هڅه یې داده ترڅو هیوادوالو ته په ورته نورو برخو کې هم، په لږ لګښت روغتیایي آسانتیاوې چمتوکړي.