د سرپرست حکومت اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسیون په یوې خبري غونډه کې وویل چې د روان لمریز کال د جون میاشتې راهیسې تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د سرحدونو په برخو کې د دغو راستنېدونکو لپاره لنډمهال استوګنځي، خواړه، څښاک اوبه، نغدي مرستې او وړیا ټرانسپورتي خدمات برابر شوي دي.
حنفي دا هم څرګنده کړه چې تر دې دمه په ۲۵ ولایتونو کې د راستنېدونکو لپاره ۳۵ ښارګوټي ځانګړي شوي دي، او د کرنیزو ځمکو د اجارې پر پلان هم کار روان دی.
هغه پر دې هم نیوکه وکړه چې د کډوالو د ایستلو پر مهال له افغان کډوالو سره ناسم چلند کېږي، او د هغوی بشري حقوق نقض کېږي.