نړیوال بانک کابل کې دفتر پرانیسته.
د مالیې وزارت نن (دوشنبه، ثور ۲۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوال بانک له استازو سره د دوامداره خبرو او اړیکو په پایله کې دغه بانک کابل کې خپل دفتر پرانیسته.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې نړیوال بانک اوس چمتو دی چې افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې عملي لړۍ هم پیل کړي.
د مالیې وزارت په خبره، دغه بانک افغانستان کې له لوجستیکي او رغنیزو شرکتونو ۵۰ میلیون ډالره پوروړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک نن اړوند شرکتونو ته څه باندې ۱۰ میلیون ډالره پور ورکړ او پاتې نور به دریو پړاونو کې د مالیې وزارت په همکارۍ ورکړل شي.
د مالیې وزارت خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د نړیوال بانک له لوري د پورونو ورکړې پروسې په پیلېدو سره به، پراختیايي پروژې له سره پیل او خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.