Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پنجشېر ۱۴۱۳ قیراطه نور زمرد وپلورل شول.
۷ جوزا ۱۴۰۴

د پنجشېر ۱۴۱۳ قیراطه نور زمرد وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي محمد قاسم امیري ویلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو یو زر ۴۱۳ قيراطه زمرد د ۱۷۱ زره ۹۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

 نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

مطالب

د پنجشېر ۱۴۱۳ قیراطه
نور زمرد وپلورل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ