په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له سوېلي کوریا سره په همغږۍ یې په افغانستان کې له ۳۵۰ زرو کسانو سره د مرستې په موخه د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژه پیل کړې ده.
یاد سازمان ویلي، چې دا پروژه د خلکو د معیشت ښهوالي، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د مېرمنو د ځواکمنتیا په موخه پیل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دا ګډه همکاري به په شپږو ولایتونو کې ترسره شي.