Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییل لومړي وزیر د ټرمپ د اوربند هوکړه منلی.
۳ سرطان ۱۴۰۴

د اسراییل لومړي وزیر د ټرمپ د اوربند هوکړه منلی.



الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران او اسراییل ترمنځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند تړون منلی دی.

نتانیاهو وايي، دوی په ایران کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او د پیل کړې جګړې هدف چې د ایران اټومي تاسیسات او توغندیز ګواښ و، له منځه ولاړ.

نتنیاهو ویلي چې نن به په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

د اسراییلي رسنیو د راپور پر بنسټ، «اسراییل به د اوربند نقض کولو ته په پوره ځواک ځواب ورکړي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ د اوربند هوکړه شوې ده.

هغه لیکلي چې: «د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، لطفآ هغه مه نقض کوئ.»

ایران تراوسه د ټرمپ له لوري د وړاندیز شوي اوربند هوکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټينګار کړی و چې که اسراییل بریدونه بند نه‌کړي، دوی هم نظامي عملیاتو ته دوام ورکوي.

دا داسې مهال دی چې ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې له برید وروسته، نن سه شنبه سهار پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي چې مرګژوبله یې هم اړولې ده.

مطالب

د اسراییل لومړي وزیر
د ټرمپ د اوربند هوکړه منلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ