Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هندي رسنۍ: نوي ډیلي افغانانو ته د ویزې ورکړې لړۍ بیا پیل کړې ده.
۴ جوزا ۱۴۰۴

هندي رسنۍ: نوي ډیلي افغانانو ته د ویزې ورکړې لړۍ بیا پیل کړې ده.

هندي رسنۍ وایي، چې نوي‌ډیلي له ۴ کلن ځنډ وروسته افغانانو ته د ویزو د ورکړې لړۍ بیا پيل کړې ده. 

هندي چارواکو ویلي، افغانان په ځانګړې توګه پانګه وال، هنرمندان او لوبغاړي کولی شي د هند ويزې لپاره غوښتنه وکړي.

 د هند حکومت تر اوسه د ویزې د خدماتو د بیا پیل په اړه په رسمي ډول څه نه دي خپاره کړي؛ خو یوې حکومتي سرچینې

 «هندو ورځپاڼې» ته ویلي، چې د اپرېل په وروستیو کې د افغانانو لپاره د ویزې غوښتنلیکونو لپاره یو نوی انلاین پورټل پیل شوی. سرچینې زیاته کړې: «افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، تعلیم او نورو موخو لپاره ویزې ترلاسه کولی شي.» 

د هند د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ څانګې د ویب پاڼې د معلوماتو مخې، په سیسټم کې د «افغانانو لپاره نوې ویزې» برخه اضافه شوې ده، چې افغانان کولی شي په انلاین بڼه د ویزې لپاره غوښتنه وکړي.

مطالب

هندي رسنۍ: نوي ډیلي افغانانو ته
ته د ویزې ورکړې لړۍ بیا پیل کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ