Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اوبو او انرژۍ وزارت؛ د سره صلیب وروستی راپور په کلکه رد کړی دی.
۳ حمل ۱۴۰۴

د اوبو او انرژۍ وزارت؛ د سره صلیب وروستی راپور په کلکه رد کړی دی.

د اوبو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې ۳۳ مېلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي. دغې کمېتې اوبو ته لاسرسۍ په افغانستان کې یوه جدي ننګونه بللې او ټينګار یې کړی، چې دغه ستونزه د خلکو پر روغتیا، خوراکي خوندیتوب او د دغه هېواد پر اقتصادي ودې مستقیمه اغېزه لري. خو بلخوا د اوبو او انرژۍ وزارت د سره صلیب د وروستي یاد راپور دا ادعا ردکړې ده، چې ګواکي ۸۰ سلنه هېوادوال پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې سرپرست حکومت د وچکالۍ د مخنیوي لپاره بېلابېل پروژې په پام کې لري. هغه په ټینګار سره ویلي، چې موږ دا راپور په کله ردوو؛ ځکه نه‌پوهېږو چې په کوم اساس او په څه ډول یې دا سروې ترسره کړې ده.

مطالب

د اوبو او انرژۍ وزارت
د سره صلیب وروستی
راپور په کلکه رد کړی دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ