Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حقاني: افغانستان د سیمه ییز ډیجیټلي اتصال لپاره چمتو دی.
۲ جوزا ۱۴۰۴

حقاني: افغانستان د سیمه ییز ډیجیټلي اتصال لپاره چمتو دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، نجیب‌الله حیات حقاني، د ګډو ګټو سیمه‌ییزو هېوادونو په ناسته کې چې د ازبکستان په کوربتوب جوړه شوې وه وینا کړې ده.

 حقاني ویلي چې د افغانستان د ټکنالوژۍ اوسني وضعیت، د نوري فایبر کیبل له لارې د ډیټا ټرانزیټ، سیمه‌ ییز اتصال، د ډیجیټلي زېربناوو پراختیا، سېسټم جوړونې، مخابراتي خدماتو کنټرول، پوسټي راکړې ورکړې او نړیوالو شبکو ته د لاسرسي پر موضوعاتو خبرې کړي.

 د آر.سي‌.سي اجراییوي رییس الکسي بورډون د افغان وزیر وینا د پام وړ بللې او په یادو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړې.

مطالب

حقاني: افغانستان د سیمه
ییز ډیجیټلي اتصال لپاره چمتو دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ