د لوګر ولایت ۳۰۰ بزګرانو ته، د اسلامي همکاریو سازمان او د ټیکا دفتر په مالي مرسته، د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
د ټیکا دفتر رییس، فضل اکین اردوغان د یادو مرستو د وېش پرمهال وویل: «موږ په افغانستان کې د کرنې برخه کې کار کوو، افغانستان کې کرنه ډېره مخینه لري او ٨٥ سلنه خلک په کې بوخت دي، اسلامي امارت د مخدره موادو پر وړاندې ښه مبارزه کړی، موږ د دوی د ملاتړ په موخه بزګرانو ته د بدیل برخه کې کار کوو، زموږ دوستي افغانانو سره ډېره مخینه لري، موږ هڅه کوو، چې دغه اړیکې وساتو او لاپراختیا ورکړو».
ورته مهال د لوګر ولایتي مسوولینو او د کرنې او مالدارۍ وزارت مسلکي معین، مولوي صدراعظم عثماني، د ټیکا دفتر او د اسلامي همکاریو سازمان، او د یادو هېوادونو له سفیرانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي؛ څو لسیزو جګړو موږ ځپلي یو، اسلامي امارت له ټولو هغو پروژو ملاتړ کوي، چې شفافیت په کې وي.
د یادونې وړده، چې هر بزګر ته دوه بورۍ سپینه، یوه بورۍ توره سره او یوه بورۍ د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل شوي دي.