د برکي برک ولسوالۍ څه د پاسه ۲زره کورنیو سره د نقدو پیسو مرسته وشوه.
د خوړو نړیوال سازمان (WFP)د بشري مرستو پر دوام د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې له ۲۰۱۳ اړمنو کورنیو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د کلیو د پراختیا او هوساینې لپاره د عمل موسسې په تخنیکي همکارۍ مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خیل وویل: په دې پړاو کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه او او دوه پاکټه سوپر سریال وویشل شول.
نایب خېل وویل یادې کورنۍ مخکې سروې شوې او ثبت شوې وې.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت په مرکز پل علم او يو شمېر ولسواليو کې پر سلګونو اړمنو کورنيو خوراکي توکي او نقدې پیسې وېشل شوي دي.
زینت راډيو – لوګر.