Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو کې د کارېدونکو اصطلاحاتو د سمون لپاره کمېټه جوړه کړه.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو کې د کارېدونکو اصطلاحاتو د سمون لپاره کمېټه جوړه کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې د رسنیو لپاره یې د لغاتونو، اصطلاحاتو او لقبونو د معیاري کولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

دیاد وزارت چارواکي وايي چې دا کمېټه به په رسنیو کې کارېدونکي لغاتونو، اصطلاحاتو او لقبونو د سمون او معیاري کولو لپاره کار کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته وویل چې د دې کمېټې له‌خوا رامنځته شوي کلمې او اصطلاحات به په رسنیو کې د افغانانو د ملي او اسلامي هویت په پام کې نیولو سره وکارول شي.

نوموړي وویل: «په رسنیو کې د کلیمو، اصطلاحاتو او القابو د کارونې د تثبیت لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې کار به پرې کېږي او د افغانستان د خلکو د ملي او اسلامي هویت په پام کې نیولو سره دا القاب چې رسنیو کې کارول کېږي، باید د همدې پالېسۍ له مخې وي.»

د افغانستان د خبریالانو ټولنه د دې کمېټې جوړول یو مثبت ګام بولي او وايي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او څېړنیزې ادارې هم باید په هېواد کې د رسنیو د ژبې بډاینې لپاره کار وکړي.

د افغان خبریالانو د ټولنې مشر حفیظ الله بارکزی وايي: «د یادې کمېټې جوړېدل یو مثبت ګام دی او دا د علوم اکاډمۍ، د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي او همداراز اړوند بنسټونو دنده ده چې د ایران په څېر باید لغت‌لیک ولرو او د افغانستان د فرهنګي بقا لپاره داسې کارونو ته اړتیا ده.»

بل‌خوا یوشمېر خبریالان، د رسنیو په چارو کې د سرپرست حکومت د احتمالي لاسوهنې په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا کمېټه باید داسې اقدامات ونه‌کړي چې په هېواد کې د رسنیو له فعالیتونو سره په ټکر کې وي.

کابل کې یوه خبریال علي اکبراحمدي رسنیو ته وویل: «زما په اند دا د کار د رسنیو په چارو کې د حکومت لاسوهنه شمېرل کېږي او رسنۍ دا موارد مراعتوي او هڅه کوي چې له بېګانیو تورو ډډه وکړي او هیله‌مند یوو چې دولت باید دې برخه کې اقدام وکړي چې د رسنیو فعالیتونو سره په ټکر کې نه‌وي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې وړاندې له رسنیو څخه غوښتي وو چې ملي اصطلاحات وکاروي او د بهرنیو تورو له کارولو ډډه وکړي.

مطالب

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
رسنیو کې
د کارېدونکو اصطلاحاتو
د سمون لپاره کمېټه جوړه کړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ