Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غور کې د ۳۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیارغول شوې دي.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

غور کې د ۳۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیارغول شوې دي.

د غور د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۷ ښوونځيو او مدرسو ودانۍ بیارغول شوې دي. د مسوولینو په یاد شمېر کې ۳۴ د ښوونځيو ۲ مدرسو او یو دارالحفاظ ودانۍ په اساسي ډول بیا رغول شوې دي. مسوولین وایي د یادو ښوونځیو په بیارغولو سره د زده کوونکو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال برابر شوی او د پوهنې په برخه کې ورته ګڼې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي. ورته مهال د غور ولایت اوسېدونکو د یادو ودانیو په بیارغولو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې په یاد ولایت کې د بنسټيزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

مطالب

غور کې
د ۳۷ ښوونځيو او مدرسو
ودانۍ بیارغول شوې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ