Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې په ۱۲۰زره ډالرو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
۵ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې په ۱۲۰زره ډالرو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.



د میدان‌وردګ پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ترکيې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د «غازي محمدجانخان» په نوم ښوونځي ته د ۱۲۰زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت ودانۍ جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي محمدعثمان حریت جوړې شوې غوندې ته وویل، د غازي محمدجان‌خان ښوونځي ته د لومړي ځل لپاره معیاري ودانۍ جوړه شوې چې د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره ټولې اسانتیاوې په‌کې موجودې دي او د دغې ودانۍ له پرانېستې سره د سلګونه زده‌کوونکو د سرپناه ستونزې هوارې شوې دي.

حریت له ترکېې څخه مننه وکړه چې یاد ښوونځي ته یې معیاري ودانۍ جوړه کړه، خو په نورو نړیوالو بنسټونو او سوداګرو یې غږ وکړ چې د میدان‌وردګ هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې چې اوس یې زده‌کوونکي له پراخو ستونزو سره سره په ازاده فضا کې په لیک‌لوست بوخت دي.

د جغتو ولسوالي اوسېدونکې هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ترکيې له لوري یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه، خو دوی غوښتنه کوي چې د میدان‌وردګ جغتو ولسوالي سربېره د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې هغه ښوونځيو ته هم معیاري ودانۍ جوړې کړې چې د تېرو جنګ جګړو له امله ویجاړې شوې دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې په ۱۲۰زره ډالرو
یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ