Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بریدونو ۲۰سلنه زیاتوالی؛ پاکستان کې تېره میاشت ۵۲ سرتېري وژل شوي.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

د بریدونو ۲۰سلنه زیاتوالی؛ پاکستان کې تېره میاشت ۵۲ سرتېري وژل شوي.



پاکستان کې د روان کال د تېرې جنورۍ میاشتې پرمهال د وسله‌والو بریدونو او نښتو له امله د یاد هېواد ۵۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

په پاکستان کې د پیکس «انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز» په نوم څېړنیز بنسټ له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د امنیت ضد ډېری پېښې د یاد هېواد په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

د جنورۍ پرمهال دغه هېواد کې وسله‌وال بریدونه ۲۰سلنه ډېر شوي او د ۷۴ بریدونو په ترڅ کې د ۵۲ سرتېرو او ۲۰ ملکیانو په ګډون ۱۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور پر بنسټ، په ۷۴ بریدونو کې یوازې ۳۸ خېبرپښتونخوا او ۲۴ بریدونه په بلوچستان کې شوي دي.  پاتې نور بریدونه په نورو ایالتونو کې شوي دي. پنجاب کې دوه، سيند او اسلام‌اباد کې يو-يو برید شوی دی.

د یاد څېړنیز بنسټ په راپور کې همداراز د وسله‌والو پر وړاندې د پوځ عملیات هم زیات شوي چې د یادو عملیاتو پرمهال د ۲۰۸ کسانو د وژنې دعوا هم شوې.

په دغه راپور کې د تښتونې پېښو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، ټانک، شمالي او سوېلي‌ وزيرستان کې لږترلږه ۳۷ کسان تښتول شوي دي.

مطالب

د بریدونو
۲۰سلنه زیاتوالی
پاکستان کې
تېره میاشت
۵۲ سرتېري وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ