Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روان کال د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو لومړۍ جوپه اروپاته صادره شوه.
۸ حمل ۱۴۰۴

روان کال د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو لومړۍ جوپه اروپاته صادره شوه.



د هرات ځايي مسوولان وايي، روان لمریز کال د صادراتي توکو لومړۍ جوپه چې ۲۰۰ ټنه وچه ميوه ده د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې او وروسته اورپا ته صادره شوه.

د هرات والي نوراحمد اسلام جار ټینګار کوي او وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د استازو په همکارۍ سوداګرو ته د ویزې اخیستو په برخه کې اړینې اسانتیاووې رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا، د وچې میوې دغه چوپه کې پسته، ممیز، بادام او جلغوزې شاملیږي چې له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي او تر پروسس وروسته اروپا ته استول شوې.

د یادونې ده چې دې وروستیو دریو میاشتو کې د هرات-خوا د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵زره ټنه توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.

له دې وړاندې هم له هېواده، د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغانستان تولید شوي توکي صادر شوي دي.

مطالب

روان کال د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ
له لارې د صادراتو لومړۍ
جوپه اروپاته صادره شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ