Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

طبیعي پېښو نیم میلیون افغانان د کورونو پرېښودو ته اړ کړي.
۱۱ حوت ۱۴۰۳

طبیعي پېښو نیم میلیون افغانان د کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، اقلیمي خطرونو تېرکال د افغانستان په کچه نهه میلیونه خلک اغېزمن کړي او په خبره یې سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو نیم میلیون افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. په افغانستان کې د دغه سازمان مشرې مې هیونګ پارک زیاته کړې، موندنې یې ښیي چې څه باندې یوولس میلیونه خلک لا هم د اقلیمي اغېزو له خطرونو سره مخ دي. د هغې په خبره، د افغانستان په شپیته زره کلیو کې یې په همدې اړه یوه سروې کړې چې ښیي، نوي سلنې کلي بېړنیو خدماتو ته لاسرسی او نږدې سل سلنې یې طبیعي پېښو ته د چمتووالي سرچینې نه لري. اغلې پارک پر نړۍوالو غږ کړی چې افغانستان هېر نه کړي او د خپل ملاتړ پر مټ په افغانستان کې د راتلونکو ناورینونو مخه ونیسي.

مطالب

طبیعي پېښو
نیم میلیون افغانان
د کورونو پرېښودو ته اړ کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ