Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند د اټومي انرژی نړیوال اژانس ته: د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت واخلئ.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

هند د اټومي انرژی نړیوال اژانس ته: د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت واخلئ.

د هند دفاع وزیر رج‌نات سېنګ د اټومي انرژي نړیوال اژانس څخه غوښتنه کړې چې دغه اداره باید د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت پر غاړه واخلي.

سېنګ په هندي کشمیر کې خپلو سرتېرو ته د وینا پرمهال وویل: «ایا اټومي وسلې د یوه بې‌مسوولیته او سرکښ ملت په لاس کې خوندي دي؟ زه پر دې باوري یم چې د پاکستان اټومي وسلې باید د اټومي انرژي نړیوال اژانس تر څار او نظارت لاندې راشي.»

پاکستان تراوسه د هند د دفاع وزیر د یادو څرګندونو په اړه څه نه ‌دي ویلي.

د اټومي انرژي نړیوال اژانس د ملګروملتونو سازمان ناظر بنسټ دی چې له اټومي وسلو څارنه کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اټومي وسلې د سوله‌ییزو موخو لپاره کارول کېږي.

هند او پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټومي وسلې ترلاسه کړې او د دواړو ګاونډیو د وروستیو لسیزو دښمنۍ، دغه سیمه د اټومي شخړو له لوی ګواښ سره مخ کړې ده.

دغه وېره وروسته له هغې ډېره شوه چې له هند سره د تېرې اوونۍ شخړې پرمهال د پاکستان پوځ د اټومي وسلو د څارونکې ډلې د بېړنۍ ناستې جوړېدو خبر ورکړ.

مطالب

هند د اټومي انرژی نړیوال اژانس ته
د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت واخلئ

دا خبر نورو سره شریک کړئ