Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان امانتي صندوق تېر کال ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړېږ
۲۷ جوزا ۱۴۰۴

د افغانستان امانتي صندوق تېر کال ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړېږ

د افغانستان امانتي صندوق ویلي، په تېر کال کې یې شاوخوا ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې، چې دا د وړم کال پرتله ۳۳ سلنې زیاتوالی ښيي. 

تر دې دمه یې ټول ټال ۲۴۰ میلیونه ډالر را جلب کړي چې ډېری یې په ګډو پروګرامونو او پروژو لګول شوي دي. دغه صندوق سږکال ۱.۳۶ میلیونه

 افغانانو ته د روغتیا، معیشت، اقلیم د بدلون پر وړاندې د مرستې او ټولنیز یووالي برخه کې خدمتونه کړي، چې نږدې نیمایي‌ یې ښځې او نجونې دي.

مطالب

د افغانستان امانتي صندوق
تېر کال ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ