په ننګرهار ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۸ ناحیه کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو او ویالو جوړولو چارې پيل شوې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر ویلي چې دغه سړکونه او ویالې د ۸ ناحیې اړوند په ۲۴ او ۴۲ ګذرونو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړېږي.
سرچینې ویلي، چې په یادو پروژو کې د ۱۵۰۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره په سوره د ۲ سړکونو او ویالو جوړول شامل دي، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د تطبیق پرمهال به داخلي بې ځایه شویو، راستانه شویو کډوالو او د بې وزله خلکو لپاره په کې کاري بوختیاوې برابرې شي.