Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کرکټ؛ نیوزلنډ دویمه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

کرکټ؛ نیوزلنډ دویمه لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه کې هم نیوزیلنډ پاکستان ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې پاکستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۶منډو هدف ورکړی و، په ځواب کې یې نیوزیلنډۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف ترلاسه کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو په توپیر وګټله. په دې لوبلړۍ کې چې د نیوزیلنډ په کوربتوب ترسره کیږي؛ کوربه لوبډله ۲-۰ له پاکستانۍ لوبډلې مخکښه ده.

مطالب

کرکټ
نیوزلنډ دویمه لوبه
کې هم پاکستان ته
ماتې ورکړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ