Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

ننګرهار کې د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۶ ولسوالیو کې د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت په کوز کونړ، نازیانو، دوربابا، اچین، خوګیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د ( یو. این. ایف، پي.اې) موسسې په مالي ملاتړ د ۴۶۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مور او ماشوم ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په هر روغتیایي مرکز کې ۴۶ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی، چې پر مټ به یې هر کال شاوخوا ۲۰ زره ۷۵۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

مطالب

ننګرهار کې د مور او ماشوم
ساتنې ۱۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ