Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ.
۳۰ ثور ۱۴۰۴

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، مطیع‌الحق خالص، د روسیې په رسمي بلنه د “نوسکي ۱۱ نړۍوال چاپېریالي کانګرس” کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ولاړ.

 د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کانګرس به د روانې میاشتې د مې په ۲۲ او ۲۳ نېټه د روسیې د سن‌پېټرزبورګ ښار کې جوړیږي. ټاکل شوې چې په دې نړیواله غونډه کې به د نږدې ۴۰ هېوادونو استازي برخه واخلي او د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې په اړه بحثونه و شي.

مطالب

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس
د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ