Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان د کارګرانو ټولنې خپل فعالیت بیاځلې پیل کړ.
۳ حمل ۱۴۰۴

د افغانستان د کارګرانو ټولنې خپل فعالیت بیاځلې پیل کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» نن کابل کې بیا ځلې فعالیت پیل کړ. د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې مناسبت یوې غونډې ته وویل، دغه وزارت د افغانستان د کا قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي. د کارګرانو ملي ټولنې د فعالیت بیا پیلېدو سره هم‌مهاله، د کار او ټولنیزو چارو وزارت عبدالمتین مولوي‌زاده د دغه نبسټ سرپرست په توګه معرفي کړی. د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې سرپرست وویل، د کارګرانو غوښتنې به د کار قانون پر بنسټ په منسجم ډول د سرپرست حکومت له مسوولینو سره شریکې کړي.

مطالب

د افغانستان
د کارګرانو ټولنې
خپل فعالیت
بیاځلې پیل کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ